د محصلانو د پنځم او شپږم فراغت مراسم د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د لړم په ۲۵ مه د محصلینو، د غزنی د خلکو، چارواکو، علماوو او عامو مخورو په تود هرکلی سره ترسره شول. په همدې موخه د لمانځنې تر څنګ د غزنی د اسلامی ثقافت په تالار کې هم په همدې ځای کې علمی – فرهنګی نندارتون جوړ شوی و. په دغه نندارتون کښې د پوهنتون د بنسټګر حضرت ایت الله محسنی (رح) اثار د استادانو او محصلینو د علمی، کلتوری او هنری لاسته راوړنو او همداراز د طبی علومو او بشری علومو په برخه کښې د فارسۍ وروستی اثار د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې شول.

ډیری لیدونکو ته د ایت الله محسنی د لاسته راوړنو اثارو ټولګه، د استادانو اثار او د پوهنتون خپرونو په ګډون علمی- کلتوری کڅوړې ډالۍ شوې چې په خلکو کې د کتاب لوستلو کلتور ته وده ورکولو لپاره یو له کلتوری پروګرامونو څخه شمیرل کیدی شی..

شکوه تعهد و تخصص در غزنه باستان (گزارش سیزدهم، نمایشگاه علمی ـ فرهنگی)

شکوه تعهد و تخصص در غزنه باستان (گزارش سیزدهم، نمایشگاه علمی ـ فرهنگی)